له آدامه تر دې دمه؛ په ټولو پیغمبرانو باندې د انساني روایتونو او فتوو په نوم سره درواغ څرنګه تپلی او تړلی شوي دي؟

له آدامه تر دې دمه؛ په ټولو پیغمبرانو باندې د انساني روایتونو او فتوو په نوم سره درواغ څرنګه تپلی او تړلې شوي دي؟ 


آیا باور به مو راشي چې په آرامي ژبه د آدم (؏) صحیفه تر ننه پورې شتون لري، (كنزا ربا) نومیږي، چې مانا یې (ستره خزانه) ده؟ خپل پیروان لري چې ځانونو ته د صابیئانو خطاب کوي او دغه سپېڅلې صحیفه یې ۶۲ سورتونه او ۶۰۰ صفحې ده، چې په دوو برخو وېشل شوې ده. یوه برخه یې د ښي کِنزا (چې د ژوند، د اخلاقو، او د څښتن تعالیٰۚ د وحدانیت په اړه ده) او بله برخه یې کیڼ کِنزا (چې د روح د سفر، او د مـ^ـړیني په اړه ده) چې د نورو ابراهیمي ادیانو سره ورته والی لري. مګر پخوانی کره تاریخ نن شتون نلري، او څرنګه چې دوئ د خپل باور روآیتونه شفاهي راټول کړي وو، نو په همدغه وجه یې په ترجمو کې داسې لاسوهنه ښکاري چې انسان حیرانتیا ته وړي. خو کله چې ټوله صحیفه د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآنکريم سره مقایسه شي، نو لوستوونکی پوهیږي چې إلهي خبرې په کې پرتې دي، او لویه برخه یې تر ډېره هماغسې پاتې ده. د دوئ دغه صحیفه نن د دې خبرې دلیل ګڼل کېږي چې د ټولو پیغمبرانو اصلي پیغام یو وو (یانې دا چې د یوه خدای عبادت وکړئ، نیک عملونه کوئ، او مخلوق ته هېڅ ډول ضرر مه رسوئ). خو د وخت په تېرېدو سره یې په تفسیر کې انساني روآیتونو او د سمې ژباړې د نشتون له امله انساني او کلتوري اغېزې ورسره ګډې شوې دي، چې په صابیئي باور کې یې پرتو روآیتونو پر منوونکو کې دومره بدلون راوستی وو چې په مرور د زمان یې د تورات، زبور، انجیل، او د قرآنکريم سره ځان نه دی تړلی. خو بیا هم صابیئان د نورو باورونو درناوی کوي، له سختدریځۍ ځانونه ساتي، او ټینګار یې د یوه خدای په عبادت، په نیک عمل، او مخلوق ته په ضرر نه رسولو دی.

  

دا یوه بېلګه وه خو تاسو هر ځای په إلهي صحیفو کې د روآیت زیان لیدلی شئ، او شاید دا خبره به درته کره شوې وي چې چا د خپل مذهـ^ـبي روآیت په نوم سره خپل باور ته خدمت غوښت، د هماغه خدمت غوښتوونکو له وجې د آدم (؏) صحیفه او په صحیفه کې پروت باور د همدغسې روآیتونو د خدمت له امله په یوه ډول سره اغیزمن شوی دی، او پیروان یې ورله له سلسلې یا له سمې لارې منحرف کړي دي. او دا یوازې د دغه فکر یا ددغې ډلې خلک یانې صابیئان نه دي چې اغېزمن شوي دي، بلکې د ټولو انبیاوو له وفات وروسته، انبیاوو ته د وخت منسوبو پیروانو، د خپلو خپلو انبیاوو د اصلي راوړل شوو إلهي کتابونو تر څنګ، یا یې پر ځای، انساني لیکنې، روآیتونه، تفصیلونه، تفسیرونه، او ډېر نور انساني مذهـ^ـبي کتابونه په کې راجوړ کړي دي. او بیا یې دغو ټولو انساني خبرو ته یا د إلهي وحیې، یا د لازمي دیني لارښوونې، یا د خفي وحیې حیثیت او درجه ورکړې ده. او بیا د همدغې کار، حیثیت، او د درجې پر مټ د خپل هر وخت حاکمانو، آخوندانو، راهـ^ـبانو، او مفتـ^ـیانو وکولای شو چې د انبیاوو د حقیقي دین په لټه کې پلټوونکو او څاروونکو ته د انبیاوو اصلي پیغام ګډوډ کړي. 

  

د اصلي پیغام د ګډوډولو دغه قیصه یوازې په یوه دین، یا یوه مذهب، یا یوه باور پورې منحصره نه ده. بلکې د هر نبي او رسول له وفات څخه وروسته د انبیاوو ځینې پیروانو (د انساني روآیتونو، او روآیتي تفسیرونو) داسې کتابونه راجوړ کړي دي، او داسې ویلی کیږي چې نه پخپله کوم نبي ویلي یا لیکلي وو او نه یې چاته په دغسې لیکنو باندې کوم امر کړی وو، (البته که خپله سمه پلټنه وکړئ، نو په ټولو باورونو کې به تاسو همدا پېدا کړئ چې انبیاوو د روآیتونو د لیکلو پر ځای، د منعې، یا د نهیې، یا د نه لیکلو په باره کې ډېر ویلي دي، او په دغه اړه به تاسو ډېر تاریخي شواهد هم پېدا کړئ، خو دغه ډول خبرې، قرآني، او تاریخي شواهد د نړۍ په هر باور کې ډېر کم مطرح کېږي، ترڅو د چا مذهـ^ـبي دکانداري، ګوندي، او شخصي ګټې د سقوط سره مخ نه شي. که باور مو نه کیږي نو همدا اوس خپل او یا د بل مذهـ^ـبي تاریخ په همدغه اړه وپلټئ). کله چې راهـ^ـبان په دې پوهه شو چې د روآیتونو دغه جادو او کوډې یې تاثیر لري، نو ځینې خلک دا نظر لري چې هغو ته همدا ویلی شوي دي چې د اصلي إلهي صحیفې یا کتاب د سم فهم لپاره باید لومړی د راهـ^ـبانو په دغه انساني روآیتونو عمل وشي. او همدغه وو چې همدې کړنې د باورونو، د مذهبونو، او د انسانانو د عقیدوي وېش، اختلاف، د ډلو د جوړېدو، او د ردوبدل له لاملونو څخه یو وګرځېد.

  

که د آدم (؏) څخه وروسته د دې خبرې لږ نور تاریخي پسمنظر هم وګورو، نو د روآیتونو دا پدیده یوازې د صابیئانو پورې محدوده نه وه. دا حالت د ابراهیمي ادیانو او د نورو باورونو په تاریخ کې هم لیدلی کېږي. بلکې که بېطرفه پلټنه یې وکړئ، نو د روآیتونو دغه لوبه د نړۍ په ډېرو باورونو کې لیدل کیږي چې هنـ^ـدوان، زردشـ^ـتیان او … یې هم تر اغېزې لاندې پاتې دي، او تاسو په باورونو کې د انساني روآیت زیان لیدلی شئ چې د هر باور د انبیاوو، یا د بنسټګرو، یا د لارښوونکو، او … تر وفات یا فنا وروسته یې د انسانانو له خوا جوړ شوي روآیتونه او مذهـ^ـبي کتابونه د اصلي فکر، یا د اصلي إلهي وحیې تر څنګ ودرولي دي، او همدا کار د نړۍ د څلور زره درې سوه او درویشت باورونو او عقایدو په تحریف، اختلاف او فرقه بندۍ بدل شوی دی. هغه هم د راهـ^ـبانو په دې ټینګار او هدف سره چې د روآیتونو کتابونه هم د څښتن تعالیٰۚ له لوري یو ډول راغلې وحیې دي، او روآیتونه هم کټمټ د إلهي وحیو ډولونه دي، او له هر څۀ لومړی باید پر همدغه وروسته لیکلی شویو روآیتي کتابونو عمل پیل شي، او که لومړی څوک د روآیتونو په دغه کتابونو پوهه نه شي، په اصلي کتاب یا اصلي صحیفې هرګز نه شي پوهېدلی. او که د دغه انساني روآیتونو څخه چا انکار وکړ، ګویا چې دوئ د نبي د نبوت څخه هم، او د اصلي کتاب یا له صحیفو څخه هم انکار کړی دی. خو دا هر څۀ په داسې حال کې وو، چې څښتن تعالیٰۚ خپل کتابونه خالص او پرته د انساني روآیت له ملاوټ څخه پاک د هر یو نبي د پیروانو، او اتباعو لپاره رالیږلي وو.

  

که دغه خبره لږه نوره هم وپلټو، نو د موسیٰ (؏) له وفات څخه وروسته دده (؏) پیروانو تورات ته شا کړه، او د تورات پرځاي، یا ورسره یې، یا په بدل کې یې، یا په عوض کې یې د وحیو نور ډېر کتابونه او سفرونه راجوړ کړل، چې مشهور یې دا دي: د تکوین (پیدایښت)، د خروج (وتنې)، د لاویین (لاویان)، د عدد (شمېر)، او د تثنیې (یانې د تکرار) اسفار، یا سفر، یا سفرونه. او د سفرونو سره سره یې د موسیٰ (؏) د احادیثو یا د روآیتونو کتابونه هم په خپل إلهي دین کې راجوړ کړل، چې د روآیتونو ځینې مشهور او د یهـ^ـودو په ګومان صحیح کتابونه یې دادي: ترجوم، مشناه، تلمود، هلاخا، هګاده، کابالا، او مدراش. او دغسې د یهـ^ـودو په ګومان د موسیٰ (؏) د صحیحو روآیتونو یا احادیثو ډېر نور کتابونه هم شته دی، چې د همدغه روآیتونو د کتابونو په پایله کې د موسیٰ (؏) څخه وروسته دده (؏) د پیروانو یووالی اصلي مطلب نه وو. بلکې قام، او اتباع یې لا په ډېرو ډلو، فکرونو، کړیو، او مذهبونو باندې سره تقسیم شو، او د موسیٰ (؏) واحد امت پرې ټوټه ټوټه شو، د کوم ظلم، مذهـ^ـبي تقسیم، او ډله بندۍ څخه چې یې پیغمبر، او اصلي کتاب منعه کړې وه. خو بیا هم له ډېرو څخه په کې څلور مشهور مذهبونه پاتې شول. لکه د فریسیان (PHARISEES) مذهب: چې پر شفاهي روایاتو او تلمود یې ډېر ټینګار دی. د صدوقیان (SADDUCEES) مذهب: چې یوازې لیکل شوی تورات مني خو په قیامت ورسره باور نه لري. د اسینیان یا احسینیان (ESSENES) مذهب: چې د دنیا له ژوند څخه ګوښه شوي دي. د قرایون یا د القرائیون ډله: چې کټمټ د مسلمانانو په څېر لمونځ کوي او ادّعاء یې داده چې همدغسې ابراهیم (؏) او موسیٰ (؏) کړي وو. او … دغسې نورې ډېرې ډلې او مذهبونه چې د موسیٰ (؏) وروسته د موسیٰ (؏) پیروانو، او اتباعو د ځان لپاره راجوړ کړل. خو د روآیتونو په مینه کې ورک یهـ^ـودان په دې باور دي چې دا پنځه واړه کتابونه (سفرونه) په خپله موسی (ع) ته د یوې بلې وحیې په ډول سره ورکړلی شوي دي. د مورخينو، او د إسلام د علماوو په نظر، اصلي تورات هغه وو چې پر موسی (ع) نازل شوی وو، او وایې چې د وخت په تېرېدو سره د موسیٰ (؏) د پیروانو، او اتباعو په لاس په دغه کتاب کې د دوئ د روآیتونو پرمټ د ټکو په ماناو کې تحریف، ادلون بدلون، او داسې تغیرات راوستل شو چې هم د موسیٰ (؏) او هم د تورات د اصلي متن سره سر نه لګوي. مګر برخلاف د نورو مورخينو، او د إسلام د علماوو، یهـ^ـودان ورته د جلا کتابونو په سترګه نه، بلکې خپلو ټولو سفرونو، حدیثونو، او روآیتونو ته د تورات په څېر د یوې إلهي او نبوي وحیې په سترګه ګوري، او خپل روآیتونه د تورات سم تفصیل، او کره تشریح بولي. خو په اصل کې د دوئ روآیتونه تورات نه وو، بلکې انسان جوړه مذهـ^ـبي کتابونه، یو ډول روآیتونه ول. او هغه ځکه چې د څښتن تعالیٰۚ هېڅ یو کتاب د انسانانو تقسیمول نه کوي، بلکې په انساني ټولنو کې یووالی راولي، او په انساني وحدت او زغم امر کوي. خو دوئ د خپلو روآیتونو په پایله کې په ډېرو زیاتو ډلو او مذهبونو سره ووېشل شول او واحد ملت یې لمنځه د خپلو پیروانو، او اتباعو د روآیتونو په لاس ټوټه شو. چې دلته هم تاسو د صابیئانو د صحیفې په څېر په یوه إلهي دین کې د روآیت زیان لیدلی شئ.

  

او که دغه خبره لږه نوره همدغسې وپلټو، نو د عیسیٰ (؏) له وفات څخه وروسته (وفات یانې د نصـ^ـاراو په ګومان چې لومړی سل په سلو کې مړ شو، یا مړ کړل شو، او بیا د ایسټر په ورځ بېرته راژوندی شو) نو د عیسیٰ (؏) پیروانو (نصـ^ـاراو) هم د مخکینیو امتونو په څېر د انجیل اصلي نسخې ته شا کړه، او د انجیل پرځاي یې، یا ورسره یې، یا په بدل کې یې، یا په عوض کې یې، د وحیو په نوم داسې ډېر د روآیتونو کتابونه او انجیلونه راجوړ کړل چې مشهور روآیتي انجیلونه یې دا دي: د متیٰ انجیل، د مرقس انجیل، د لوقا انجیل، او د یوحنا انجیل. خو خبره د دغه څلورو مذهبونو تر باوره یا تر دغه څلورو مشهورو انجیلونو پورې نه ده. تاریخ پوهان، د مذهبونو پلټوونکي، او د تیالوجي متخصصین وایې چې پخوا د دغه انجیلونو شمېره لسګونو، او سلونو ته رسېده، چې بیا د کلیسا مشران راټول شول او په څلورو انجیلونو باندې یې په خپل باور کې اکتفا وکړله او همدغه څلور یې په کې سم یا صحیح وبلل، او نور پاتې یې ضعیف یا لغوه اعلان کړل، چې د ټولو لغوه شوو انجیلونو مجموعه د اپوکریفا (APOCRYPHA) په نوم سره یادېږي چې په کې د توما، د مریم مجدلیې، د برنابا، او … په څېر په کې نور ډېر لسګونه انجیلونه شامل وو. چې د دغه روآیتونو او مذهبونو پرمټ په نصـ^ـاراو کې داسې ډلې هم وې چې څلور، نهه، او آن د یولسو ښځو سره به یې په یوه وخت کې ودونه جایز بلل. لکه د (مورمون - MORMONS) مذهب، یا د جلا شوې ډلې (FLDS) مذهب، او وغیره مذهبونه. چې ورپسې بیا د هیوادونو د اساسي قوانینو له مخې د دوئ متعدد ودونه منعه کړل شول. خو د مورمون د مذهب د بنسټګرو ادّعاء دا وه چې د دوئ سره د نوې وحیې روآیت ورسره دی، او باید په نوي روآیت او نوي احکامو تکیه وکړي، نه په پخوانیو. او د (FLDS) څانګه د دوئ د روآیتونو له امله په دوئ کې سختدریځه یا افراطي څانګه یاده شوه. چې دلته هم تاسو کټمټ د صابیئانو، او د یهـ^ـودو په څېر په یوه إلهي سپېڅلي کتاب کې د روآیت زیانونه لیدلی شئ.

  

په کره تاریخي شواهدو سره صابیئانو د آدم (؏) په صحیفه کې، اهلکتابو د موسیٰ (؏)، د داود (؏)، او د عیسیٰ (؏) په کتابونو کې، د مذهـ^ـبيانو ډلو د قرآنکريم په آیتونو کې، او په نورو غیرابراهیمي باورونو کې لکه هندوانو، زردشتیانو، او … وغیرو د خپلو انساني روآیتونو پر مټ په خپلو مقدسو احکامو او آیتونو کې د تحریف، د ادلون بدلون، د ناسم تفسیر، د نامناسب تفصیل، او حتیٰ د آیتونو د لمنځه وړلو، یا د منسوخولو کومه لوبه چې کړې ده او کوي یې، دا د مذهـ^ـبي دکاندارۍ، او د مذهب په نوم پر عامه ذهنیت د تسلط یوه ډېره پخوانۍ نسخه او لوبه ده چې سل په سلو کې د نړۍ په ټولو باورونو کې شتون لري او د آدم (؏) له وخته راروانه ده. [په دغه اړه یوه بله پوره لیکنه هم شته دی: https://www.facebook.com/share/p/1E3uBup4rf/]. برخلاف د مذهـ^ـبیانو د ډلو د نظریو او تیورۍ، قرآنکريم له ځانه سره داسې معجزې لري چې د هر فکر او د هر مذهب انساني روآیت له خپل ځانه لیرې ګوزاروي. او قرآنکريم دغه کار د خپلو محکمو، یا قلف شویو آیتونو د قاعدو، او په قاعدو کې د پرتو اصولو پرمټ کوي. هر مومن چې د پرتو قاعدو په اصولو سم پوهه شي، په دې هم پوهیږي چې اصلي إلهي دین څنګه دی، او څرنګه د خپل باور، فکر، او کورنۍ څخه خرافاتي خبرې او انساني روآیتونه لیرې کړي. د لسهاوو قرآني اصولي قاعدو څخه یې ځینې بېلګې دادي چې: [څښتن تعالیٰۚ یو دی: اخلاص:۱] او څښتن تعالیٰۚ [هیڅكله د هېڅ کوم دیني حکم په اړه هېروونكى نه دى: مریم:۶۴]. د څښتن تعالیٰۚ له طرفه راغلی خالص [دین یې پوره او مكمل دی: مائده:۳]. او [ورڅخه د دین متعلق هېڅ شى بې ليكلو نه دي پاتې شوی: انعام:۳۸]. کتاب یې [پخپله د دین د هر شي لپاره واضحه بیان دى: النحل:۸۹]. او کتاب یې [پخپله ښه مفصل، او ښه تفصیل کړی شوی دی: یوسف:۱۱۱]. او کتاب یې [پخپله د خپلې هرې خبرې لپاره تر ټولو ښه ځواب او ښه تفسیر دی: فرقان:۳۳]. او دا ځکه هغه ربۚ چې قرآنکريم نازل کړی دی [هغه په خپل دیني حكم، قضا، او بادشاهۍ كې هيڅ بنده له ځانه سره نه شریكوي: الکهف:۲۶]. یانې لکه په نورو مذهبونو، عقېدو او باورونو (لکه صابئین، یهـ^ـود، نصـ^ـارا، هندوان، زردشت، وغیرو) کې چې انسانانو د خپلو د روآیتونو پر مټ خپل ځان، خپل مذهب، او د خپلې ډلې کتاب ته د شراکت په بهانه تقدس ورکولو او خپل انساني روایتونه، یا کتابونه د څښتن تعالیٰۚ په حکم کې په یو نه یو ډول ورسره شریک ګڼي، خو قرآنکريم هرګز د انساني روآیت یا د حدیث په نوم له ځانه سره په هېڅ ډول او په هېڅ یو شي کې نه کوم شریک مني، او نه هم په کې څوک له ځانه سره شریکوي. [په دغه اړه یوه بله پوره لیکنه هم شته دی]. مګر دا خو د قرآنکريم خبره وه چې د روآیت یا د حدیث په نوم له ځانه سره په هېڅ یو شي کې نه کوم شریک مني، او نه هم په کې څوک له ځانه سره شریکوي. خو په ځمکه او د مسلمانانو په ټولنه کې حقیقت بیا بل ډول دی. که نن څوک د مسلمانانو روايتـ^ـپرستي او فتوا^ـپرستي وګوري، نو د نورو دینونو وګړي به ورته د دوئ په پرتله لږ څۀ ښه متمدن انسانان، روښانفکره دینداران، یا تحمل کوونکي مذهـ^ـبیان ښکاره شي. او په دې به سل په سلو کې مطمین شي چې د إسلام د پیغمبر له وفات څخه وروسته دده ﷺ پیروانو، او اتباعو هم داسې کتابونه اختراع کړل، چې پیغمبرانو نه، بلکې وروستنیو ورپسې له ځانه پخپلو لاسونو سره لیکلي وو. 

  

که ادامه ورکړو، او د إسلام په تاریخ کې د روآیتونو د جعل په اړه خپله خبره خپلو کلیوالو ته له اوس څخه پیل کړم، نو "مفتي منیر شاکر" مې ذهن ته راځي، خو دا مې ورسره هم ذهن ته راځي چې د "مفتي منیر شاکر" په فکر باندې په پوره رڼا اچولو به خامخا یا څوک خفه شي، او یا به شاید د خپلې ناپوهۍ له امله ټاپې ولګوي. او که خپله خبره له ډېر پخوا (خـ^ـلافت راشده) څخه پیل کړم چې "حضرت عمرؓ" څوک څوک د روآیتونو په جعل کارۍ او د درواغو د روآیتونو په جوړونې وهلي وو، او څوک څوک یې په همدغه وجه بندیان کړي وو، نو بیا هم د ناپوهانو او نالوستو له بدوردو څخه امان غواړم. او یا که خبره د اموي خـ^ـلافت څخه پیل کړم، نو د ؤاک په ګدۍ د ناستو له خوا یو بل مذهـ^ـبي جنجال راته جوړوي. فکر کوم د یهـ^ـودي، نصـ^ـراني، هندو، زردشت، صابئي او د نورو د روآیتونو خبره مې وکړه، او که د خپلو مسلمانانو قیصه اونه کړم. نو دا انصاف نه شوای، ځکه د مسلمانانو خالق ﷻ په خپل سپېڅلي کتاب کې وایې چې [خبره د انصاف کوه ولو که یوه اړخ ته دې خپل او خپلوان هم ولاړ وي: نساء: ۱۳۵]. نو ښه به دا وي چې جنجالي ځایونه یې پریږدم او خپله خبره د عباسي خـ^ـلافت څخه پېل کړم.

  

د عباسي خـ^ـلافت په دوره کې یو سړی وو چې نوم یې "عبد الکریم بن أبي العوجاء" وو. په لومړیو کې پرې څوک نه پوهېده. خو وروسته پرې خلک پوهه شول چې ده به په درواغو او جعلکارۍ سره حدیثونه او روآیتونه جوړول او قصداً به یې پر نبي کریم (؏) پورې درواغ تړل. کله چې دا جووته شوه چې ده د روآیتونو له لارې غوښتل چې د سپېڅلي شریعت د بڼې د اړولو کوښښ کوي. نو د کوفې والي "محمد بن سلیمان" دده د ناسمو روآیتونو د بیانولو له امله د هغه د نیولو او د وژلو امر وکړ. "عبد الکریم" چې کله په خپل مرګ یقیني شو، نو هغه وخت یې یوه ډېره مشهوره جمله وویله یا وینا یې وکړله، چې په کې یې د نبي کریم (؏) په اړه د روآیتونو په جعل ویاړ، او فخر کاوه. په ځینو تاریخي مصادرو کې یې د وینا بڼه داسې ده (اما والله لئن قتلتموني لقد وضعت فيكم اربعة آلاف حديث أحرم فيها الحلال وأحلل فيها الحرام: په خداي مې دې قسم وي، که تاسو ما ووژنئ، ما ستاسو په منځ کې ۴۰۰۰ د درواغو داسې روآیتونه راجوړ کړي دي، چې مې په کې حلال حرام ګرځولي دي، او حرام مې په کې حلال ګرځولي دي (یانې دغه روآیتونه به تل پاتې او تل به ژوندي وي). په ځینو نورو مصادرو کې یې همدغه ورته جملې داسې رانقل شوي دي چې ما ستاسو په مینځ کې (ألف ألف: زر زره) یانې یو میلیون روآیتونه راجوړ کړي دي دغه روآیتونه به تل پاتې او تل به ژوندي وي. کله چې د وخت مومنانو او عامو خلکو د هغه دا خبره واورېده، حیران پاتې شول ځکه د نبي کریم (؏) سره د هر مومن مینه دومره زیاته وه، چې چا به ورته وویل چې پیغمبر (؏) ويلي دي، بیا به یې فکر نه کولو، خو په روآیت کې ذکر شوې کړنه به یې خامخا ترسره کوله. نو د وخت مومنانو د روآیتونو نقاد علماء راپېدا کړل، چې د "جرح او تعدیل" د علم په واسطې سره درواغجن روآیتونه وپېژني او د مبارکو سنتو څخه یې جلا او لیرې کړي [د جرح او تعدیل نقطه وروسته واضحه شوې ده]. تر کومه ځایه چې د علماوو لاس رسېدو، هماغسې یې وکړل، خو د "عبد الکریم" د روآیتونو انګازې تر ډېر لیرې لیرې ځایونو پورې تللې وي چې راټولو او سمول یې ناشونی او سخت کار وو. که د یوې بېلګې په ډؤل داسې ووایم چې دا نن تاسو په ټولنیزو رسنیو کې د مذهـ^ـبي صوفیانو لکه د مولوي دین مامد صېب او د دغسې نورو آخوندانو په روآیتي نقلونو او خبرو پورې خاندئ او ستاسو عقل او فکر یې نه مني، او ځان، ټولنې، او تاریخ ته یې یؤ عیب او یؤ توهین ګڼئ، دا هماغه خبرې دي چې د "ابن أبي العوجاء" د روآیتونو بوي ترېنه راځي.

  

خو په تاریخ کې یوازې د "أبي العوجاء" ځوي نه وو. دده په څېر نور ډېر داسې کسان هم شته دی چې په درواغو او جعل سره یې پر نبي کریم (؏) باندې له ځانه روآیتونه تړلي دي. لکه "غیاث بن ابراهیم" چې د خپل وخت د حاکم د خوشالولو لپاره به یې په روآیتونو کې ادلون بدلون راوستلو او د ټکو سره به یې لوبې کولې. په همدغه جعلکارانو کې یو د "محمد بن سعید المصلوب" په نوم هم وو، چې د همدغه درواغو او جعلکارې له امله بیا ووژل شو. د " نوح بن أبي مریم" په نوم هم یو وو چې د "جامع" لقب یې خپل کړی وو، او د خپل نوم څخه په "جامع" ډېر مشهور وو چې تاسو به یې کله کله د آخوندانو له خولې د هغوئ په روآیتي دلیلونو کې اورئ. "جامع" به د قرآنکريم د سورتونو د فضیلتونو په اړه په زرګونو درواغجن روآیتونه راجوړول، ترڅو په خپل ګومان خلک د څښتن تعالیٰۚ ﷻ کلام ته متوجه کړي. (مثلا: که تاسو دا فلانی آیت یا فلانی سورت دومره ځلې ووایئ نو فلانۍ ستونزه به مو حل شي). "جامع" هم بیا په خپل جرم اعتراف وکړ. یو بل بدنامه په کې "احمد بن عبدالله الجویباري" نومېده، چې په زرګونو جعلي روآیتونه یې جوړ کړي وو. او که همدغسې یو یو لیکم، نو د څۀ باندې زرو کلونو قیصه ده چې بېخي ډېره زیاته اوږدیږي، خو په دې هیله چې د خبرې اصلي مطلب او موخه اخیستل شوي وي. په دغه پخوانیو کې دومره جعلکار او درواغجن خلک وو چې حتیٰ إمام بخاريؒ وایې چې ده رح شپږ لکه روآیتونه راټول کړي وو، چې په شپږ لکو کې ورته درې څلور زره روآیتونه سم ښکاره شول، او نور ټول ناسم. اوس فکر وکړئ چې پخوانیو به څرنګه د روآیتونو پرمټ درواغ ویل. خو خبره تر دغه ځایه نه ده ځکه اهل سنت د إمام بخاريؒ کتاب  تر ټولو سم او صحیح کتاب ګڼي، خو بیا داسې خلک، محدثین، او علماء هم راغلل چې د إمام بخاريؒ په کتاب کې یې ځینې روآیتونه ضعیف وګڼل. لکه إمام الباني او نورو چې د إمام بخاريؒ په کتاب کې ځینې روآیتونه ضعیف ګرځولي دي. خو زهٔ پرې د مذهـ^ـبي حساسیت له وجې بحث نه کوم. که څوک غواړي چې إمام الباني یا نورو کوم کوم روآیتونه د إمام بخاريؒ په کتاب کې ضعیف ګرځولي دي، نو د بل له خولې دې یې نه اوري بلکې انصاف خو دا دی چې خپله پلټنه دې پخپله وکړي، او د مورخینو او د حدیثو د علماوو دا خبره دې د قرآنکريم په تله کې پخپله ثبوت ته ورسوي چې سمه ده که ناسمه. د بېلګې پهٔ توګه قرآنکريم د هر ډول جبر او اکره څخه منعه کوي، نو یو ځلې بیا یې هم وایم چې دا نن تاسو ځینې توربـ^ـیرغه (وهابـ^ـیان، سلـ^ـفیان)، یا تورفکره مذهـ^ـبیان ګورئ، څوک چې په إلهي دین کې د تشدد، د سختدریځۍ، د قتـ^ـل او د لوټمار روآیتونه بیانوي، او یا په خپله سیمه کې د مفتـ^ـي پیر ګوهر علي شاه صېب، یا د مولوي قاسم بجلیګر صیب، یا همدغه فکر ته دغسې نورو دیوبندیان ګورئ، او په ځینو خبرو پورې یې یا خاندئ او یا یې ستاسو عقل او فکر نه مني، او درته په کې وحشت او دهشت ښکاري، دا هماغه پخواني ناسم روآیتونه او ناسمې خبرې دي چې د قرآنـپرستــۍ نه، بلکې د شیطانت، د مذهـ^ـبپرستۍ، او د روايتـ^ـپرستۍ بوي ترېنه راځي.

  

د همدغسې مذهـ^ـبي روآیتونو له امله په مرور د زمان بیا ځینې مسلمانانو هم قرآنکريم ته شا کړه (یانې هجرت یې ترېنه وکړ، او یوې خوا ته یې په تاخچه کې کېښود) او د قرآنکريم په بدل کې یې د صابیئانو، د هندوانو، د یهـ^ـودو، او د نصـ^ـاراو څخه هم ډېر کتابونه راجوړ کړل چې اهل سنتو په کې خپل جوړ کړل چې مشهور یې ۲۲ دي. شیعیه ګانو خپل جوړ کړل چې مشهور یې دولس دي. زیدیه ډلې خپل، اباضیه ډلې خپل، صوفیانو خپل، معتزلو خپل، او … هرې ډلې ځانته خپل خپل د روآیتونو مشهور کتابونه راجوړ کړل، په غیرو مشهورو یا ناکروو یې اوس پخپله فکر وکړئ  چې د څښتن تعالیٰۚ د سپېڅلي کتاب، او قانون‌ پر ځای ورڅخه خپل تشریعات، احکام، فرایض، فتوې او … نور څۀ راواخلي، او نن هم هره یوه ډله په همدې کوښښ کې ده چې یوازې خپل ځان او ډله په حقه وګڼي، او نور په مستقیم، یا په غیر مستقیم ډول سره په ناحقه.

  

خو پام مو وي چې هر انسان په خپل دين (مذهب، باور، او عقېدې) کې ازاد دی، تر هاغه چې تر څو پورې چې یې د دغه (مذهب، باور، او عقېدې) په چوکاټ او په متنونو (خبرو) سره یا خپل ځانته، يا بل انسان ته، يا بري او بحري حيواناتو ته، او يا چاپيريال ته زیان نه وي رسولی. که د چا د باور د متن، روآیت، او د وینا پر مټ مخلوقاتو ته کوم نقصان ورسېد، نو دغه بیا یو سپېڅلی باور نه، بلکې یو جهالت دی، چې په مرور د زمان سره به دغه جهالت ته یا د باور نوم ورکړل شوی وي، او یا به دغه جهالت د هوښیارانو په ناخبرۍ او نه شتون کې د باور نوم خپل کړی وي. وو! پرته له هېڅ کوم شک څخه نبي کریم (؏) [رَحْمَةً لِّلْعَـٰلَمِينَ] دی، او د [رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ] ﷻ له اړخ څخه د ټولو مخلوقاتو لپاره د عظيمو اخلاقو په دایره کې یو ستر رحمت لیږلی شوی دی. او دغه سپېڅلی کتاب (قرآنکريم) یي د ټولو انسانانو لپاره د هدایت یوه غوره لاره يا [هُدًۭى لِّلنَّاسِ] دی، او ورسره یې دغه دیني لارښونې [هُدًۭى لِّلْعَـٰلَمِينَ] هم دي. او بیا پر دغه خدای، نبي، او دین باندې د‌ کوم ځانګړي قام، هيواد، جنسیت، جنډر يا مذهب قبضه هم نشته دی. نو که دغسې وي، بیا باید هیچیرې هم هغه ډول، روایتونه، ناسم حدیثونه، إمامانو ته ناسم منسوب فقهي حکمونه، او هغه ډول خبرې چې توهینوونکي وي، یا داسې نور ورته د تشدد، او د توهین مذهـ^ـبي تشریحات هېچېرې باید موجود نه وي. او نه بايد بل بېضرره، او بېګناه انسان ته، او بوټي او نبات ته، او ګرځېدوونکي او الوتوونکي حيواناتو ته، ددغه روآیتونو په نوم سره د کوم ځانګړي مذهب تر چتر لاندې ضرر  شي. او بیا دا ډاډګېرنه هم باید حاصله شي چې دغه (رَحْمَةً لِّلْعَـٰلَمِينَ) ﷺ ته قصداً د ځېنو کتابونو په منسوب شوو بهتانونو سره حتیٰ کوم مخلوق ته یو کوچنې ضرر، توهین، او یا خجالت هم سرایت ونکړي، او نه کوم ضرر وويني. که ضرر سرایت وکړي او یا ولیدل شي، دا نو بیا إلهي دین نه بلکې جهالت او بېوقوفي شوه او دا د ضرر رسونې بېوقوفي نه په نبي کریم (؏) کې وه او نه د څښتن تعالیٰۚ په کتاب کې شته دی. څښتن تعالیٰۚ په خپل دین کې د خپل ګران نبي کریم (؏) په اړه فرمايي چې [قَالَ يَـٰقَوْمِ لَيْسَ بِى سَفَاهَةٌ وَلَـٰكِنِّى رَسُولٌ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ: هغه (پیغمبر) وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ بېوقوفي نشته او لېكن زه د رب العلمین یو رسول یم]. او بیا فرمایي [وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَـٰلَمِينَ: او مونږ ته نه يې لېږلې (ای محمده) مګر د عالمونو (یانې د ټولو مخلوقاتو، مارانو، لړمانو، چرمخکیو، سپیو، خنزیرانو، مرغانو، خرو، انسانانو، ونو، بوټو، ماهیانو، نهنګانو او … وغیره وغیره … ټولو) لپاره، (مګر یو ستر) رحمت (چې دا پیغام ټولو انسانانو ته ورکړې چې د ټولو ساکښو سره په امن کې ژوند وکړي)].

  

مهمه یادونه! (هره یوه کړنه که د ټاکل شوي إلهي رحمت له دایرې څخه ووتله هغه د (رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ) ﷻ له طرفه د آدم (؏)، د موسیٰ (؏)، د عیسیٰ (؏)، د … او د (رَحْمَةً لِّلْعَـٰلَمِينَ) ﷺ رواړل شوی پیغام، حدیث، روایت، قول، فعل او برداشت نه دی او نه کیدای شي. بلکې یو شیطاني روآیت او مسئله به وي چې په نورو پیغمبرانو به هم، او په هغه ﷺ باندې به هم، په دین باندې هم، د ښو مومنانو په انسانیت باندې هم، او د څښتن تعالیٰۚ په سپېڅلي کتابونو باندې به هم یو تړلی شوی بهتان وي، یو لږولی شوی تهمت به وي، او یو جهل به وي چې په جعلي تاریخ کې به پرې جعلکارانو تړلی وي، او نني ناخبره او نالوستي به یې دغه انساني روآیتونه او ناسم حدیثونه د سپېڅلي دین په نوم سره مني).

  

تر دې ځایه دا زما د کتاب [اُمِېدْ: د الحاد، سیکولرېزم او د روایتي مذهبي تشدد په منځ کې یو ورک شوی ناامیده ځوان.] څخه د دې لیکنې لومړنۍ برخه وه. تر بلې برخې پورې مو په هغه خالق سپارم چې په خپل دین کې له ځانه سره هېڅ انساني روآیت شریک نه مني او نه یې ګڼي.

  

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو! ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو، خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ (د یوه بل چا په پلټنې او څېړنې سره نه). د دیني باورونو، مذهبونو، او فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال او څېړونکی 👈 ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل: #پیر‌بنده‌فقیر