مارکیټ ته یو نوی قاري صېب راغلی دی او وایې چې مفسرينو ويلي چې دا ځمکه د بال (هګۍ) په څېر ګرده نه ده، او د کاسې یا د لګن په څېر ګرده پرته ده.

مارکیټ ته یو نوی قاري صېب راغلی دی. وایې چې "تفسيرابن کثیر، تفسير قرطبي، تفسیر طبري، او…" وایې چې دا ځمکه د بال (هګۍ) په څېر ګرده نه ده، او د کاسې یا د لګن په څېر ګرده پرته ده. دغه قاري صېب ته دومره ویل غواړم چې د پخوانیو تحقیقي خبرو پسې مه ځه. ځکه بیا به د دې سره څۀ کوې چې همدغه تفسیرونه کټمټ دا هم وایې چې:
دا دنیا د یوه کب یا د ماهي په شا دپاسه پرته ده. د دغه ماهي سر او لکۍ د څښتن تعالیٰۚ د عرش لاندې سره یو ځای کیږي. کله چې دغه ماهي په لومړي ځل حرکت وکړو نو څښتن تعالیٰۚ پرې غرونه د مېخونو په څېر ټکوهل. د دغه ماهي نوم "نـون" دی. نـون په یوه غټ سمندر کې مېشت دی. دغه سمندر په یوه غټه تیږه دپاسه پروت دی. دغه زموږ غټه دنیا، او دغه غټ ماهي، او دغه سترې اوبه او دغه ستره تیږه؛ بیا د یوه غوايي دپاسه پراته او ولاړ دي. او د همدغه غوایي څلویښت زره ښکرونه دي. همدغه غوایي بیا په یوه بله تیږه ولاړ دی. او د دغه تیږې لاندې څۀ دي، په دې پټو رازونو یوازې او یوازې څښتن تعالیٰۚ پوهیږي. نو قاري صېب به په دغه تفسیرونو او روآیتونو کې د دغه غوایي او د غوایي د ښکرونو لپاره اوس کوم پرتوګ ګڼدي؟ او د شته علم او ساینسي ثبوتونو چې په پوهې، تجربې، منطق او د سټلایټونو د ډېټا ولاړ دي ورسره به قاري صېب څه کوي؟ هن؟
که د چا باور نه راځي، نو همدغه الفاظ په "تفسيرابن کثیر" په "تفسیرالقرطبي" په "تفسیرالطبري" په "تفسيرالبغوي" او حضرت ابن عباسؓ "ته په ناسمو منسوبو روآیتونو او صعیفو روایتونو" کې هم او په او او … کې کټمټ همدغسې د سورت "القلم" د لومړي آیت شریف په تفسیر کې ويلی شوي دي لکه دا تاسو چې څرنګه ولوستل. خو دا ټول پخواني نظرونه دي او ټول ناسم دي او ټول شخصي اجتهدات دي چې مونږ پر دغه روایتونو هېڅ مکلف نه یو. او بیا د تبليغيانو د "فضایل اعمال" په کتاب کې په ډېر پخواني ورژن کې هم دغه خبره وه چې په نوې چاپ کې لیرې کړې ده.
مګر څښتن تعالیٰۚ خو د حق نوم دی، او حق نه پټیږي، او حق د انسانانو انساني فتوو، روآیتونو او ناسمو منسوبو ضعیفو حديثونو ته هېڅ ډول اړتيا نلري، او نه په دغسې مذهـ^ـبي کتابونو کې کره حق پروت وي او نه په کې پېدا کیږي. حق بیا یوازې هماغه ﷻ په خپل سپيڅلي کتاب کې د خپل رسول ﷺ په ژبه د کایناتو په اړه بیان کړی دی او هغه دا دی چې دا ټول کائنات "فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ". یانې هر څۀ چې دي په فلک، سپېس، فضا یا خالیګاه او یا کائناتو کې دي، دغه ټول په تېږو، ماهیانو او په ښکرورو غوایانو نه دي ولاړ، بلکې په سپېس کې د لامبو وهلو په حالت کې دي او سوکه سوکه د لامبو له وجې د یو او بل څخه لرې وځي. دا ځکه خو تل وایم چې [وَمَنۡ أَصۡدَقُ مِنَ ٱللَّه حَدِيثٗا: او تر څښتن تعالیٰۚ زيات ريښتينې حدیث (خبره) به د چا (د روایت، فتوا او د تفسیر) خبره وي]؟ او [وَمَنۡ أَصۡدَقُ مِنَ ٱللَّه قِيلٗا: او څوک دی چې له څښتن تعالیٰۚ څخه به په خپله خبره کې ډېر ریښتنی (کره، صادق او پوره) وي؟][النساء:۸۷ او ۱۲۲].
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو؛ ځکه هغه څه چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ (د یؤه بل چا په پلټنې او څېړنې سره نهٔ). د دیني باورونو، مذهبونو، او فرقو د پرتلې (comparative religions) د علم زده کړيال او څېړونکی 👈 ستاسو خپل: #پیربندهفقیر